افغانستانسلايډ

جوزجان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي

د جوزجان سیمه‌ییز امنیتي مسوولین وايي چې په قوش تپه ولسوالۍ کې د حکومتي او طالب ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. ښکېل غاړي یو او بل د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

د ۲۰۹ شاهین لوا ویاند، رضا رضايي ویلي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په خانقا، ترکمن، اولدي او چقمه چقر کلیو کې نښتې روانې دي. رضايي مني چې د نښتو پر مهال د ماین چاودنې دوه سرتېري وژلي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دغو نښتو کې يې شپږ حکومتي ځواکونه وژلي، دوولس ټپي او دوه تنه یې اسیر نیولي. مجاهد ویلي چې درې شوبلې او درې ماشیندار هم د طالبانو لاس ته لوېدلي.

د سیمې اوسېدونکي په یادو سیمو کې د نښتو پخلی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button