عبدرب الرسول سیاف د حکومت د ړنګېدو اندېښنه څرګندوي

د ولسمشریزو ټاکنو پخوانی نوماند او د حراست او ثبات شورا رهبري غړی، عبدرب الرسول سیاف پرون په کابل کې د ملي يووالي حکومت له سقوط څخه وېره څرګنده کړه. سیاف د سلواغې پر ۲۶مې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو کالیزه نمانځله.
سیاف وویل، ځینې کړۍ په نظام کې د پخوانیو مجاهدینو پر ضد فعالیت کوي. د حراست شورا دغه غړي ملي يووالي حکومت د امنیت په برخه کې ناکام وباله. سیاف وویل: «له بده مرغه د دې هېواد زمریانو لاس و پښې ورتړل شوې دي». سیاف حکومت ته په نغوتې وویل، سبا که هره پېښه کېږي، مسوولیت به یې د هغو پر غاړه وي چې «ولس ته یې د هېواد په دفاع او د ملي حاکمیت په ساتلو کې ونډه ورنه کړه».
عبدرب الرسول سیاف د ملي يووالي حکومت مشرانو ته په اشارې وویل، مخکې له دې چې ولس «د دښمنانو په مقابل کې ودرېږي، باید اجازه ورکړل شي». سیاف وویل، ولس په هر ډول چې وي راپورته کېږي چې په هغه صورت کې به هېواد اله ګوله جوړه شي.
سیاف پر دې ټینګار درلود چې ولس ته باید برخه ورکړل شي. ده وویل، د دوی شورا د امنیت او اقتصاد د برخو لپاره ځانګړې طرحې لري چې ژر به یې خپاره کړي. سیاف د کورنیو چارو وزارت د وروستیو ګومارنو په اړه وویل، چې حکومت له هالنډ او اسټرالیا څخه «تاریخ تېرې څېرې» راغواړي او د هېواد واګې ورته سپاري.
سیاف وايي «مجاهدینو ته باید اجازه ورکړل شي چې له حکومت څخه دفاع وکړي. د مجاهدینو سوک شوروي اتحاد لیدلی». سیاف وايي د سولې په لار کې له هر ډول هڅې ملاتړ کوي.
عبدر الرسول سیاف وویل د حکومت د سقوط پلوی نه دی؛ خو د حکومت کار داسې روان دی چې ښايي پر خپل سقوط سره مخ شي.