خبرونه
دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د داعش ۴۲ تنه وژل شوي

د ملي دفاع وزارت دعوه کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۵۴ تنه وژلي چې په دوی کې ۴۲ تنه د داعش جگړه مار شامل دي. د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د داعش ۵ تنه جگړه مار ټپیان شوي هم دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ختیځو سیمو کې شاهین قولاردو د داعش په ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. د دې عملیاتو مهمه برخه د خوږگیاڼو په اچین ولسوالۍ کې پرمخ وړل کېږي. اچین په افغانستان کې د داعش د ډلې مهم مرکز بلل کېږي.
له دې سره د پکتیا په گڼو برخو کې هم عملیات دوام لري چې په نتیجه کې یې ملي اردو ډېر مهمات او وسلې تر لاسه کړي دي. د دې عملیاتو په ترڅ کې ملې اردو خپل پنځه عسکر هم له لاسه ورکړي دي.