- د لوړ شخصیت انسان له کړنو، فکر او امانت ساتلو څخه ټولنه ډاډمنوي؛
- خپل موټر د لارویانو د تېریدو لپاره دروي؛
- د ژمنې د ترسره کولو لپاره پر ځان سخته تېروي؛
- د ورځې پنځه ځله خپل ځان کې کینه او حسد وژني؛
- ډېر ډېر ډېر انصاف لري؛
- خپل شخصیت ته د احترام له امله له نورو سره خیانت نهکوي؛
- د ورځې لس دقیقې د خپل ځان پېژندلو ته ورکوي؛
- که يوې جلسې ته پنځه دقیقې ناوخته راځي نو خپلو ملگرو ته خبر ورکوي؛
- د ملگرو د نېوکې پر مهال ارام وي؛
- له گلانو سره ناسته کوي؛
- ثابت افکار لري، د وخت شرایط یې افکار نهشي بدلولی؛
- د ښو او بدو انسانانو وېش نهکوي، دا نظر لري چې هر انسان پیاوړي او کمزوري ټکي لري؛
- فکري مخالفان یې د شخصیت او اخلاقو ستاینه کوي؛
- نور د خپلو کړنو له لارې پوهوي نه د ویناوو له لارې؛
- کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپېر لري خو ډېر موادب انسان دی؛
- کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپیر لري خو بد ژبی او د نورو د وراني هڅه نهکوي؛
- کولی شي چې ووایي: پلانی له ما سره ډېر توپير لري خو د پیسو او لوړ پوړو چارو د ترلاسه کولو لپاره غوړه مالي نهکوي؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه کره او په شمار خبرې کوي؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه د نورو له تور څخه وېره نهلري؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه یوازې یو کار کوي؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه له خپل ځان سره ژوند کوي د ده په هکله د نورو له قضاوت څخه وېره نهلري؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه پر یو منصب د ډېرې مودې لپاره نه پاتېږي؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه له جعلي کارونو څخه ځان ژغوري؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه د هغه افکار د هغه له مالي منابعو سره کوم تړاو نهلري؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه د هغه سیاسي افکار پر مالي منابعو ولاړ نه دي؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه د نورو له لرې کیدو څخه وېره نهلری او پراخ افکار لري؛
- پر ځان ډېر باور لري ځکه ځمکه د خلقت یوه نښه بولي؛
- درواغ نهوايي ځکه د هر څه د لاسته راوړلو لپاره له رښتیا څخه کار اخلي؛
- د ژوند یواځنی موخه يې پرله پسې کار او زیار دی؛
- پر خپل هویت او ذات افتخار نهکوی.