افغانستان
ترکيه هرات کې کونسلگرۍ پرانيزي
ترکيه غواړي، هرات کې کونسلگرۍ پرانيزي. د هرات چارواکو د دې خبر پخلی کړی دی.
د هرات والي محمد اصف رحيمي رسنيو ته ويلي دي، په دې اړه د افغانستان او ترکيې تر منځ هڅې روانې دي.
د نوموړي په وينا: «له دې امله چې هرات په هيواد کې مناسب موقعيت لري، بهرني هيوادونه دلته د کونسلگريو پرانيستو او پانگونې سره علاقه ښيي».
ترکيه په داسې وخت کې افغانستان کې د يوې نوې کونسلگرۍ د پرانستو وايي، چې ځينو نورو هيوادونو افغانستان کې د خرابو امنيتي حالاتو له امله خپلې کونسلگرۍ تړلې دي.
هرات کې اوسمهال د امريکا، هند، ايران، ترکمنستان او پاکستان کونسلگرۍ پرانيستې دي.
ترکيې څه موده وړاندې کندهار کې هم د يوې کونسلگرۍ جوړولو په اړه خبر ورکړ. کابل کې د ترکيې سفير علي سايت اکيني ويلي، سږ کال به کندهار کې کونسلگرۍ پرانېزي او د کندهار- ترکيې تر منځ الوتنې به پيل کړي.