بشار الاسد له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې د سوریې جگړه به د سوریې تر بشپړ نیولو پورې دوام پیدا کوي اسد زیاته کړه چې یو شمېر بهرني هېوادونه به د کړکېچ تر پایه پورې سوریه کې پاتې شي.
اسد همدارنگه زیاته کړه چې د سولې له هر ډول خبرو څخه ملاتړ کوي، خو دا په دې معنا نه دی چې د ترهگرۍ ضد جگړه به ودروي. اسد د تېرو مرکو په خلاف دا وار د سوریې په بیا نیولو ټینگار کاوه او د سولې خبرو ته یې ډېر ارزښت نه ورکاوه.
د تېر کال له سپټمبر وروسته روسیې د سوریې په کورنۍ جگړه کې برخه واخیسته او پر مسلحو مخالفینو یې هوایي بمبار پیل کړ چې وروسره د بشار الاسد جگړهماري په دې وتوانېدل چې د دوی له لاسه تللو سیمو څخه ډېری یو وار بیا ونیسي.
بشار اروپا ته د سوریې مهاجرینو په اړه وویل: «که اروپایان د ترهگرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي نو د سوریي خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي».
د سوریې د کورنۍ جگړې له کبله ۲۵۰ زره تنه انسانان وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.