افغانستان

د بهرنيو پوځيانو له لوري ټپي شوی پوليس ومړ

 

وړمه ورځ کابل کې د تجارت او صنايع وزارت مخته بهرنيو پوځيانو د وزارت پر ساتونکو ډزې کړې وې، چې له امله يې يو پوليس ټپي شوی او دغه ټپي شوی پوليس نن د خپلو ټپونو له لاسه ومړ.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو پوځيانو په ډزو کې ټپي شوی پوليس روغتون کې د خپلو ټپونو له امله ومړ.

کورنيو چارو وزارت وايي، چې د پېښې پلټنې په اړه يې پلاوی ټاکلی دی.

کابل کې د ناټو دفتر هم د يوې بیانيې په ترڅ کې ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې بهرنيو سرتېرو ولې پر افغان پوليس ډزې کړې وې.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني پوځيان پر افغان امنيتي سرتېرو بريدونه او بمبارۍ کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځل ورته پېښې شوی دي، مګر تر اوسه هېڅ بهرنی سرتېری د قانون منګولو ته نه دی سپارل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button