خبرونهسلايډ

د بغلان اوسېدونکي «ملي اردو» په ډېر وراني تورنوي

د بغلان قومي مشران او مدني ټولنو فعالان د درنې جگړې له امله کابل ته تللي دي. دوی د ملي اردو سرتېري په دې تورنوي چې عام ولس ته د دوی له لوري ډېر زیان رسېږي. د دوی په وینا اوسمهال ۳۰ زره کورنۍ د جگړې تر ناوړه اغېز لاندې ژوند کوي.

نن «د پنجشنبې په ورځ» د بغلان قومي مشرانو او مدني فعالانو کابل کې د یوې خبري ناسته له لارې رسنیو ته وویل چې د جگړې له پیل څخه نیولې تر دې دمه يو سلو پينځه ويشت تنه وژل شوي او شپږ نيم سوه نور ټپیان دي.

خیرالله شینواري د بغلان ولایت یو تن مدني فعال وویل: «حکومت له څلورو لورو ړنده بمباري کوي چې له امله یې ټول تلفات عام ولس ته رسېږي»، هغه زیاته کړه، په وژل شوو کسانو کې له څلویښتو ډېر مېرمنې او ماشومان شامل دي.

شینواري همدارنگه وویل چې تر دې مهاله اوولس زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او په ډېر ناوړه حالت کې خپل ژوند تېروي، ده ادعا وکړه چې امنیتي ارگانونه قصدا د میوو باغونه پرې کوي او بهانه کوي چې وسله وال مخالفین دلته پټیږي.

له تېرو درې اوونیو راهیسې حکومت په بغلان کې تصفیوي عملیات پیل کړي چې په دې موده کې د کابل او ازبکستان تر منځ د بریښنا نښلوونکي سیم ستن هم تخریب شوې. حکومت ادعا کوي چې د بریښنا ستن د طالبانو له لورې تخریب شوې. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو دا خبره رد کړې او حکومت یې د ستنې د له‌منځه وړلو په تړاو تورن کړی. طالبانو د بريښنا شرکت ته ډاډ ورکړی چې د ستن په بیا روغولو کې به کوم مزاحمت نه کوي.

د بغلان ولایت مدني فعالانو له خبري ناستې وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې د اوربند او د سیمې جگړه ځپلو خلکو لپاره د بشري مرستو او کورونو جوړولو غوښتنه وشوه. اعلامیه کې راغلي، چې جگړه کې باید ملکی وګړو ته له تلفاتو اړولو ډډه وشي.

بل لوري ته د دفاع وزارت مسوولین د بغلان د مدني ټولنو فعالینو دا ادعا چې گواکی دوی د میوې ونې او باغونه پرې کړي ردوي. د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مراد علي مراد د دې ادعا په هلکه وویل چې موږ اړتیا نه لرو باغونه پرې کړو. مراد زیاته کړه چې تر دې دمه د ملي اردو سرتېرو جگړه په ښه ډول کنټرول کړې ده او د پام وړ سيمې يې له دښمن څخه نیولي دي.

تېر کال د بغلان ولایت چارواکو د سیمه‌ییزو قومي مشرانو په غوښتنه له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، تر څو د جگړې له امله د عامو خلکو کرهڼې او ورځيني ژوند ته کومه ستونزه پېښه نه شي. د مدني ټولنو فعالین ادعا کوي چې د ملي اردو مسوولینو دغه پریکړه له‌منځه وړې چې له امله عام ولس ته په ټولیز ډول زیان ورسید.

په کابل کې د حقوقي بشر نړیوال سازمان د جگړې له دواړو لورو څخه غوښتي چې له ملکي تلفاتو څخه ژغورنه وکړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button