سلايډسيمه او نړۍ
ترکيه د کودتاګرود بندي کولو له پاره له زندانو څخه عادي بنديان وباسي
د ترکيې د عدليې وزير بکير بوزداغ ويلي دي چې ترکي چارواکي به له مختلفو زندانو څخه ۳۸ زره بنديان د دې له پاره له زندان څخه وباسي چې کودتاګرو ته په کې ځای پيدا شي.
د ترکيې د عدليې وزير دغه څرګندونې په خپله ټوېټر پاڼه کې کړې دي. هغه زياته کړې ده چې د عادي زندانيانو خوشې کول عمومي عفوه نه شي بلل کېدای، بلکې دا يوازې هغه کسانو ته محدود دي چې د ۲۰۱۶م کال د جولای له اولې مخکې يې ترسره کړې وو.
دغه خوشې شوي ۳۸ زره کسان به تر څارنې لاندې وي. د يادونې وړ ده چې خوشې شوي کسان د قتل او مخدره موادو په سوداګرۍ کې لاس نه لري او نه يې دغه راز د دولت ضد او د دولتي اسرارو د ښکاره کولو په جرم بنديان شوي دي.
د ترکيې د هېواد دغه ګام له هغې وروسته رامنځ ته شوی چې د فتح الله ګولن د کسانو له لورې د کودتا ناکامه هڅه وشوه او حکومت د دوی ډله ييز بنديانول پيل کړل.