خبرونهسلايډ

ایران: د تېلو تولید لپاره سعودي سره خبرو ته تیار یو

د ایران د نفتو وزیر «بې‌جان زنګینه» رسنیو ته وویل چې موږ تیار یو د سعودي په ګډون له اوپیک هېوادنو سره د تېلو د تولید په اړه خبرې وکړو.

له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو له ختمولو وروسته ایران اعلان کړه چې دوی به د ورځې ۵۰۰ زره بېرله تیل تولیدوي. د ایران له دې اعلان سره د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو اندېښنې ډېرې شوې، چې گواکې د ایران دغه کار به د تېلو بیې په نړیوال مارکیټ کې نورې ټیټې کړي.

د ۲۰۱۵م له جون راهیسې د تېلو بیې په نړیوال مارکېټ کې راپرېوتې دي. د اقتصادي چارو کاروپوهانو تمه کوله چې له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو له له‌منځه وړلو وروسته به په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې نورې هم پرېوځي.

د روان کال په جنورۍ کې سعودي شیعه مشر نمر النمر له ۴۶ نورو سره یواځای اعدام کړ چې له امله یې د سعودي او ایران تر منځ سیاسي اړیکې پرې شوې او تر دې دمه دواړه لوري یوه بل سره سفارتي اړیکې نه لري.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button