د بنګلادیش واکمن ګوند دوه مهم سیاسي مشران اعدام کړل
د بنګلادیش حکومت د ۱۹۷۱ کال د ازدۍ په جګړه کې په جنګي جرایمو تورن دوه مهم سیاسي مشران اعدام کړل.
اعدام شوي کسان د بنګلادیش د سترمذهبي ګوند جماعت اسلامي مهم مشر علي احسان محمد مجاهد او د بنګلادیش قومي ګوند یو مشر صلاح الدین قادر چودري دي.
یاد کسان د پلازمېنې ډاکې په مرکزي محبس کې د شپې په ۱۲ بجو او ۴۵ دقیقو اعدام شول.
بنګلادیش تر دې وړاندې هم د جماعت اسلامي دوه مهم مشران عبدالقادر ملا او محمد قمر الزمان د ۱۹۷۱ د ازادۍ په جګړه د جنګي جرایمو په تور اعدام کړي وو.
عبدالقادر ملا ۲ کاله وړاندې د ۲۰۱۳ز کال په دسمبر میاشت کې او محمد قمر الزمان د روان کال په اپریل میاشت کې اعدام شول. همدا راز محکمې د جماعت اسلامي پخوانی امیر ۹۰ کلن غلام اعظم په ۹۰ کاله بند محکوم کړی.
د بنګلادیش واکمن سیکولر ګوند په ۲۰۱۰ کې د جنګي جرایمو ځانګړې محکمه جوړه کړه چې له کارونو يې په ۱۹۷۱ کې د پاکستان څخه د ازادۍ په جګړه کې د جرایمو څېړل او د سزاګانو تعین و. د یادې محکمې کارونه په نړیواله کچه ډير غبرګونونه پارولي وو، ځکه داسې اندېښنې وې چې د بنګلادیش واکمن ګوند دغه محکمه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره جوړه کړې ده.
بنګلادیش په ۱۹۷۱ کې له پاکستان څخه جلا او یو ازاد هېواد په توګه راڅرګند شو، هغه مهال د جماعت اسلامي ګوند د پاکستان پوځ سره مرسته کړې وه او دغه ګوند له پاکستان څخه د بنګلادیش د جلا کېدو مخالف و.
جماعت اسلامي په بنګلادیش کې له مهمو ګوندونو څخه دی او کوم مشران چې يې په اعدام محکوم شوي یا اعدام شوي، ډیری یې د پارلمان غړي او حتی وزیران پاتې شوي دي.
علي احسان محمد مجاهد د جماعت اسلامي عام منشي او له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ پورې د پارلمان غړی او د ټولنیزې ښیګڼې وزارت وزیر و.
نوموړی په پنځو بېلابېلو تورونو تورن و چې له منځه يې دوه پرې محکمې ثابت کړي وو او پاتې ۳ کې بري الذمه و.
بل پلو د بنګلادیش قومي ګوند مشر صلاح الدین چودري د ۲۰۰ کسانو د وژنې په شمول په ۲۳ قضیو کې نیول شوی و چې له کبله یې محکمې د اعدام سزا ورکړه.
صلاح الدین قادر ۶ ځل د بنګلادیش د ملي پارلمان غړی پاتې شوی دی.