افغانستان
سوریه: بهرنۍ پوځي مداخله به «تابوت کې وشړو»
د سوريې د بهرینو چارو وزیر «ولید المعلم» رسنیو ته وویل چې د سوریې د حکومت له هوکړې بغیر هره پوځي مداخله به د لرگیو په تابوت کې وشړو.
ولید المعلم دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د سعودي د پوځ ویاند د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې سوریې ته د سعودي د ځمکني پوځ لېږل په مشروط ډول چې ټول ایتلافي هیوادونه به هم پوځي مداخله کوي منلي وو او وروپسې بحرین هم سعودي ته ورته اعلان وکړ.
معلم د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرې سعودي پوځي مداخله وکړي نو ستاسو غبرگون به څه وي وویل: «هره بهرنۍ مداخله چې د سوریې د حکومت هوکړه ورسره نه وي په سوریې یرغل دی او هر سوریې اوسېدنکی به په ضد مبارزه کوي» معلم دا جمله درې ځله تکرار کړه چې هره بهرنۍ مداخله به په تابوت کې شړو.
د سوريې حکومت په دې وروستیو کې د روسي الوتکو په مرستې له مسلحو مخالفینو ځینې سیمې بیا نیولي دي چې له دې سره د سوریې حکومت هیلهمن دی چې د سوريې پنځه کلنه کورنۍ جگړه پای ته ورسوي.