روانې چارېسلايډ

د سوريې کړکيچ او امريکايي پاليسي

په سوريه کې ننی اور له وس څخه څلور کاله وړاندې هغه وخت بل شو کله چې د سوريې د ولسمشر (بشار الاسد) پر ضد يوه ډله ملکي خلکو د ۲۰۱۱ميلادي کال د جنوري په مياشت کې پاڅون وکړ او د سوريې په ګڼو او وړو ښارونو کې يې د ده د ختمولو لپاره خپلو لاريونونو ته دوام وکړ. بشار الاسد ډېر زر د پوځ په طاقت د دغه خلکو پر وړاندې په زور لاس پورې کړ، چې په دې سره په سوريه کې د ټکولو او بنديانولو يوه نوې لړۍ پېل شوه. همدغه ډله په ډېره لږه موده کې د يو وسله وال ګروپ په څېر را څرګنده شوه او په ډېره لږه موده کې يې جنګ د (حلب) ښار ته را ورساوه، چې تقريبا په ۳۰۰ کيلو مترۍ کې د سوريې پايتخت دمشق ته پروت دی.

په ۲۰۱۳ ميلادي کال د جولايي په مياشت کې د ملګرو ملتونو ادارې په خپل راپور کې ليکلي وه، چې نن ورځ د سوريې دولت يوازې په ۳۵ سلنه خاوره واک لري او نوره ۵۶ فيصده يې له لاسه وتلې ده.

روسيه او ايران داسې دولتونه دي، چې د بشار الاسد د دولت مستقيما حمايت کوي او هيڅ ډول مرسته ورڅخه نه سپموي، تر دې چې د افغانستان له فقر او غريبۍ څخه په ګټه پورته کولو يې د څو پيسو په مقابل کې افغان ځوانان هم ولېږل.

سوريه نن يو داسې دولت ګرځېدلی، چې د ټولې نړۍ مخه ورګرځېدلې، ډول ډول تنظيمونه او ډلې په کې را ښکاره شوي او هره يوه په کې خپل جنګيالي لري، څوک امريکا حمايه کوي، څوک روسيه او څوک بيا ايران په خپله غېږه کې رانېولي. اسلامي دولت، جبهة النصرة، حزب الله، معارضة السورية او انصار الشام هغه ډلې دي، چې هره يوه په کې خپلو موخو ته جنګيږي، هغه که سياسي وي که اقتصادي او که ديني. له دې علاوه تر لسو پورې نور واړه ګوندونه او ډلې ټپلې په کې هم جنګيږي، چې په ټوله کې يې په سوريه کې يوه مرګوني د قوم پرستۍ او تعصب بد بويه فضا را منځ ته کړې.

بشار الاسد د ايران په مرسته د خپل ځان د ژغورولو لپاره ډېر ګوندونه جوړ کړل. د ګوندونو او خلکو په را هڅولو او تشويقولو کې ايران ځانګړی تاريخ لري، ځکه په سوريه کې د ګوندونو په اړه د ايران رول ډېر زيات دی او اکثره تنظيمونه مذهبي بڼه لري.

هغه ګوندونه چې د بشار الاسد د دفاع لپاره جوړ شوي او جنګيږي مشهور يې: کتايب سيد الشهدا، جيش الموحدين، عصايب اهل الحق، :لواء ابو الفضل العباس، قوات الدفاع الوطني او (سوتورو) د عيسايانو ډله ده، چې واګ او قوت يې د سوريې په (کمشلي) ښار کې ډېر دی او د بشار الاسد د دفاع لپاره يې وسله را پورته کړې.

د سوريې کړکيچ يوه ډېره ستره موضوع ده او دا ځکه چې لسګونه دولتونه په کې ښکېل دي او هر يو په کې خپلو کټو ته کار کوي، خو په عام ډول امريکا، روسيه، ايران او ترکيه هغه دولتونه دي، چې د دغه کړکيچ څلورې خواوې دي.

د سوريې به اخ او ډب کې د امريکا نيت ورځ تر بلې په ښکاره کېدو دی، په لومړيو کې يې يوازې په وسلو ورکولو خپله پاليسي پر مخ بېوله او د (معارضة السورية) په نوم ګروپ يې پوره حمايه کاوه او هر ډول وسلې به يې ورکولې، خو کله چې سوريې ته د روسيې له را داخليدو خبره شوه، نو له ترکيې يې په کلکه وغوښتل، چې د سوريې په پوله دوی ته پراخه پوځي هوايي ډګر ورکړي، تر څو وکولای شي له ترکيې نږدې په دغه دولت کې خپل اهداف په نښه کړي، هغه که د اسلامي دولت پر ضد د عمليات په نوم وي يا د القاعدې پر ضد، مګر څو کاله د امريکا او ناټو بمباريو نه اسلامي دولت ختم کړ، نه يې کوم دولت ته د امن مېوه وروڅکله، ځکه نو په ډاګه ويلی شو، چې په دغه دولتونو کې د امريکا اساسي هدف د اسلامي دولت ختمول نه دي، کېدای شي په اسلامي دولت يا په نورو وسله والو بمباري د دوی د ارزښتونو د خوندي ساتلو يوه خوا وي.

د همدې کال د اکتوبر په اوه ويشتمه په واشنګټن کې د سترو غربي هېوادونو تر منځ استخباراتي غونډه وه، په دغه غونډه کې که د امريکا د پوځ او استخباراتي مشرانو څرګندونې او سر ټکي ښه مطالعه شي نو په سوريه او نور خليجي دولتونو کې د دوی د پاليسۍ مهم اړخونه ښه په ګوته کېږي.

په دغه استخباراتي غونډه کې د امريکا د استخباراتو مشر (جان برينن) وويل، چې په سوريه او منځني ختيځ کې مرکزي قوتونه او حکومتونه له منځه تللي او نشي کولای خپلې ځمکې خوندي وساتي، ځکه په کې هر دولت په منځ څو تقسيمه شوی او څو ډوله حکومتونه په کې چليږي او دغه دولتونه هيڅکله د دې جوګه نه دي او نه شي کولای چې بېرته دغه له لاسه وتلې ځمکې تر خپل کنترول لاندې راولي، ځکه نو بايد هر دولت په څو تقسيمه شي. همداسې په دغې غونډه کې د فرانسې د استخباراتو مشر (برنارډ) په خپلو خبرو کې په پوره وضاحت وويل، چې د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته، چې په منځني ختيځ کې کوم خپلواکه دولتونه پاتي شوي وه هغه وس له منځه تللي. برنارډ په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې زه په دغه پخوانۍ جغرافيايي نقشه د دغه دولتونو په بېرته جوړېدو او په پښو ودرېدو کې هيڅ امکان نه وينم.

پورته څرګندونې او دې ته ورته د غونډې نورې تبصرې ټولې په سوريه او نورو خليجي هېوادونو کې د امريکا په مشرۍ د نورو غربي هېوادونو پاليسي ښيي، چې يوازې د مرکزي قوتونو ختمېدل دي او هر دولت په څو څو تقسيمه کول دي، د سعودي عربستان نشه او قوت يې په يمن کې د خاورو سره خاورې کړ، عراق کې يې د مرکزي حکومت په ختمولو سره د تعصب او قوم پرستۍ اور بل کړو، ليبيا او لبنان يې هم له تېغه تېر کړل، سوريه يې د همدغې پاليسۍ اوسنی ښکار دی.

د سوريې په کړکيچ د انډي له څلورو برخو څخه دوه برخې ايران او روسيه يوې خوا ته دي او دواړه د بشار الاسد څخه کلکه دفاع کوي. دغه دواړو دولتونو د بين المللي راپورونو پر وينا خپل پوځيان لېږلي او هلته د بشار الاسد د پوځ سره اوږه په اوږه جنګيږي. روسيې د امريکا په څېر پوځي هوايي ډګرونه اخيستې، خو د روسيې او امريکا په بمبارۍ کې دومره فرق دی، چې امريکا يواځې په اسلامي دولت بمباري کوي او نورې ډلې د بشار الاسد په خلاف هڅوي او وسلې ورکوي او د بشار الاسد د رژيم د راپرزولو لپاره هلې ځلې کوي، خو روسيه بيا د بشار الاسد په ټولو مخالفينو بمباري کوي او په پوره صداقت د بشار الاسد تر څنګ ولاړه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button