افغانستان
له درې سوو ډېر پوليس افسران فارغ شول
له درې سوو ډېر پوليس افسران د مسلکي زده کړو له يوې روزنيزې دورې فارغ شول. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن د يوې وېډيو په خپرولو د درې سوه اووه ويشت تنو پوليس افسرانو د فراغت خبر ورکړ.
کورنيو چارو وزارت نن د وزارت د لوړو زده کړو په قومندانۍ کې په دې اړه رسمي مراسم تر سره کړل.
دغه پوليس افسران له يوې شپږمياشتينۍ روزنيزې دورې فارغ شول او د هيواد مسلکي پوليسو ته ورگډ شول.
د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي دې مراسمو ته وينا کې وويل: «د دغو افسرانو فراغت د مسلکيتوب پر لور د پوليسو د ځواکونو يو گام دی». د هغه په وينا پوليسو په تېرو کلونو کې هيواد کې د ناامنيو د هر ډولو پېښو پر ضد مبارزه کړې ده.
افغانستان اوسمهال له يو سل پنځوس زرو ډېر پوليس لري، چې د کورنيو چارو وزارت د يوه راپور پر بنسټ شپېته سلنه يې پر مسلکي زدهکړو بوخت دي.