خبرونهسلايډ

«امریکایي ځواکونه د یوې لسیزې لپاره پاتې کېږي»

د افغانستان په تړاو د ولسمشر اوباما د سیاست  له مخې د امریکایي ځواکونو شتون موده د ۲۰۱۴م کال په پای کې سرته ورسېده او تمه کیده چې د ۲۰۱۴ په ډسمبر  کې به ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي. په افغانستان کې د جگړې زیاتوالي د امریکایانو دا سیاست چې افغانستان به په بشپړ ډول پریږدي بدل شو او د ۲۰۱۶م تر پایه به ۵۰۰۰ امریکایي ځواکونه پاتې کېږي.

د واشنگټن پوست د تازه  راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت، پنټاگون مشرانو پرېکړه کړې  چې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي. پنټاگون وايي: «په افغانستان کې ډېری سیمې  د طالبانو په ولکه کې دي چې د القاعدې جگړماري روزي ». د امریکا دفاع وزارت وايي،  دغه جنگیالي د افغانستان له پولو لرې نورو سیمو ته هم خطر زیاتوي. د پنټاگون له نظرو دغه «ننگونې دا اړتیا رامنځته کوي چې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي».

د پنټاگون یوې سرچینې واشنگټن پوسټ ته ویلي چې افغان ځواکونه هوايي، استخباراتي او روزنیزو برخو کې مرستې ته اړتیا لري. د امریکا په باور، دا کار «یوې او دوو ورځو چاره نه ده او لسیزو او نسلونو ته اړتیا لري».  د پنټاگون پخوانی چارواکی «مایکل فلورني» رسنیو ته وویل: «امریکایان افغانستان ته د دې لپاره نه دي راغلي چې بېرته وگرځي، امریکا ته یې گټې مهمې دي چې له خطر څخه یې وژغوري».

په افغانستان کې د امریکایانو ویاند جنرال ویلسن شافتر خبري ناستې ته وویل: «دا مهمه نه ده چې په راتلونکي کې به څه کېږي خو اوسمهال د افغانستان ډېری سیمې د طالبان په لاس کې دي چې دا په راتلونکي کې د ټولو لپاره یو مهم گواښ دی».

په افغانستان کې ډېری وخت د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو شکونه او بدگومانۍ څرگندېږي. په ۲۰۱۳م کال کې چې کله له امریکا سره د امنیتي تړون خبره توده وه، د تړون دېری مخالفینو باور دا و چې امریکایان افغانستان کې اوږدمهاله ستراتيژي لري. تر دې دمه طالبانو او افغان حکومت په دې تړاو غبرگون نه دی ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button