افغانستانسلايډ

د غور زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د غور زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی او گواښ يې کړی، چې تر څو يې ستونزې نه وي اوارې شوي، تر هغه به يې اعتصاب روان وي.

دغه اعتصاب پرون له ماسپخين وروسته پيل شوی او لا هم دوام لري.

بنديانو رسنيو سره خبرو کې ويلي، له هغه وروسته چې رسنيو زندان ته دننه د نشه يي توکو د لېږد خبر خپور کړی، د زندان مسوولينو ورسره بد چلن پيل کړی. هغوی وايي، د زندان مسوولين په بېلا بېلو پلمو زندانيان بهر ته وباسي او هلته وهل ټکول ورکوي او گواښي يې.

د بنديانو په وینا مسوولينو په دې هم رټلي دي، چې ولې له رسنيو او بشر حقوقو سره خبرې کوي او ټولې راديوگانې او تلفونونه يې ترې وړي دي.

يو زنداني وويل، يو لور ته د گڼو زندانيانو د بند موده پوره ده، خو نه خوشې کېږي. يا يې د ولسمشر د فرمانونو پر اساس بند کې کمی راغلی، خو ترې محروم دي، بل لور ته د زندان چارواکي ورسره خورا بد چلن کوي، چې د زغم وړ نه دی.

يو بل تن وويل، دوی له خپلو ډېرو حقوقو محروم دي، د زندان خونې د اوسېدو نه دي او سم خوراک نه ورکول کېږي.

زندانيانو په کلکه ويلي، «تر څو يې چې د ستونزو د اواري په موخه پلاوی نه وي ورغلی، تر هغه به يې د نه خوراک اعتصاب جاري وي».

تېره اوونۍ د غور د ولايتي روغتون د روږدو کسانو د څانگې مسوول ډاکټر عمر لعلزاد ويلي و، زندان ته نشه‌يي توکي ننويستل کېږي. هغه زياته کړې وه، درملنه يې ځکه پر زندانيانو اغېز نه لري، چې په پټه توگه نشه‌توکي ترلاسه کوي او لاس ترې نه اخلي.

خو زندانيان وايي، په خپله د زندان مسوولين دوی ته نشه يي توکي ور رسوي او په ډېره گټه يې پرې پلوري.

د غور د زندان امر عبد البصير سعيدي بيا د زندانيانو څرگندونې رد کړې دي او زياته کړې يې ده، چې هر څه يې له قانون سره سم کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button