د تېرې چارشنبې پر ماښام وسله والو طالبانو د کابل په درالامان واټ د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو یو کاسټر موټر په نښه کړ چې اووه تنه په کې ووژل شول او له شلو ډېر یې ټپیان کړل.
د برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع ټلویزیون «استخباراتي دستگاه» گڼلې وه.
طالبانو له هغې وروسته طلوع او یک ټلویزیونونه د خپلو «مشروعو پوځي اهدافو» په نوملړ کې داخل کړل، چې طلوع په یوه راپور کې ویلي و چې د کندوز پوهنتون د نجونو په شپه غالي کې طالب جنگیالیو پر مېرمنو جنسي تجاوز کړی و.
د افغانستان د خبریالانو فدارسیون د طالبانو برید غندلی او د برید ورځ یې «توره چارشنبه» گڼلې ده.
د خبریالانو په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه پېښه به د رسنیو چلند د طالبانو له ترهگرې ډلې سره بدل کړي. ترهگر طالبان به د دې کړنې لوړه بیه پرې کړي». د خبریالانو فدراسیون په خبرپاڼه کې طالبان «ترهگر» وگڼل. افغان حکومت او متحده ایالات طالبان د افغان حکومت «وسله وال مخالفین» گڼي. د خبریالانو فدراسیون ویلي چې له دې وروسته به د طالبانو اړوند د خبرونو پوښښ کې بدلونونه راوړي.
فدراسیونه د ملي يووالي حکومت له چارواکو غوښتي چې د نظام په داخل کې هغه کړۍ په نښه کړي چې طالبانو ته تبلیغ او پلان جوړوي.