افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: پر پاچاخان پوهنتون برید له افغانستان څخه رهبري شوی

د پاکستان لوی درستیز، جنرال راحیل شریف له ولسمشر غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پرېکنده ماموریت له مشر قومندان، جنرال کمبپل سره د پاچا خان پوهنتون برید په اړه ټیلفوني خبرې کړي.

د پاکستاني رسنیو له قوله، راحیل شریف له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې د پاچا خان پوهنتون د پیښې ځیني معلومات شریک کړي او له افغان ولسمشر څخه يې د پاچا خان د پوهنتون د پیښې په پلټنه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال عاصم بجوا رسنیو ته څرګنده کړه چې د تیرې ورځې په پیښه کې بریدګرو ته له افغانستان نه لارښوونه کېده او د افغانستان له اړوندې موبایل شمیرې ورسره د «تحریک طالبان پاکستان» له خوا اړیکه نیول شوې وه.

پرون د عمر منصور په نامه، د پاکستاني طالبانو غړي، پر خپلې فېسبوک پاڼې د پاچاخان پوهنتون پېښې پړه منلې وه. ویل کېږي، عمر منصور د پېښور پر پوځي ښوونځي هم د برید پړه منلې وه.

عاصم بجوا رسنیو ته وویل: «د بریدګرو د ګوتو نښې ترلاسه شوي او د نفوسو د شمېر ادارې ته استول شوي، تر څو د بریدګرو تصویرونه ترلاسه شي».

پاکستان داسې مهال د پاچاخان د پوهنتون پېښې کې افغانستان مېشتې ډلې مسوولې ګڼلې دي، چې د پاکستان په نوښت د افغان سولې بهیر یو ځل بیا پیل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button