افغانستان

چارواکي: که بېړنۍ مرسته ونه شي، خواجه بهاوالدين به سقوط وکړي

د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتو له سختېدو سره ځايي چارواکو ګواښ کړی، چې که مرستندويه ځواک ور ونه رسي، طالبان به دغه ولسوالۍ ونيسي.

چارواکي وايي، وسله والو په ياده ولسوالۍ کې ۶ کيلو متره پرمختګ کړی، تر دې دمه يې ۲ سرحدي پوليس وژلي، ۶ نور ټپيان دي او يو ټانک له منځه تللی.

د خواجه بهاوالدين د سرحدي پوليسو قوماندان عبد السلام احمدي رسنيو ته ويلي، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ۸ بجې پر دغه ولسوالۍ بريدونه پيل کړل او ۳ ساعته وروسته امنيتي ځواکونه شاتګ ته اړ شول.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبد الخليل اسير وايي، وسله والو بېګا شپه دوه مهمې سيمې القناق او چرسي نيولې دي او اوس د ولسوالۍ پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم ياده جګړه تاييدوي او وايي، چې اوس هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

نوموړی زياتوي، په جګړه کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه ده مالومه.

خو د خواجه بهاوالدين ولسوال جاويد مشفق بيا وايي، سره له دې چې دستي د ولسوالۍ د مرکز پر لور د طالبانو د پرمختګ مخه نيول شوې، خو که بېړنۍ مرسته ونه شي، شونې ده دغه سيمه د طالبانو واک ته ولوېږي.

هغه زياته کړه: «هغه سرتېري چې د حمل مياشت راهيسې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي، له جنګه ستړي دي او که نور ځواکونه را ونه رسي او جدي پاملرنه ونه شي، شايد پايله د هغې برعکس وي، چې موږ يې تصور کوو».

مشفق وايي، د نورې مرستې ژمنه ورسره شوې ده او دغه مرسته به ساعت باد ورورسېږي.

طالبانو هم رسنيو ته په استولي ايميل کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې په ياده ولسوالۍ کې يې يوه ستراتيژيکه پوسته له امنيتي ځواکونو نيولې، چې په کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جاويد مشفق په وينا که د دې ولسوالۍ مرکز طالبانو ونيو، د نورو او په ځانګړي ډول د دشت قلعه او ينګي قلعه ولسوالۍ امنيتي ځواکونه به يې هم په وړاندې کمزوري شي.

هېره دې نه وي، چې طالبانو د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د دې ولايت درقد ولسوالۍ هم نيولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button