«د سیمې د بې ثباتۍ پړه د امریکا پر غاړه ده»
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز تېره ورځ اسلام اباد کې وویل، د سیمې د بې ثباتۍ پړه د امریکا پر غاړه ده. عزیز پر ولسمشر اوباما ټینگار وکړ چې د سیمې په ثبات کې دې خپل مثبت رول ولوبوي.
سرتاج عزیز زیاته کړه: «پاکستان به د سیمې د بې ثباتۍ پر وړاندې په کلکه ودرېږي».
سرتاج عزیز په څرگندو ټکو وویل امریکا له افغان جهاد وروسته پاکستان کې ځینو جگړهمارو ډلو ته ځای ورکړ، چی نن د پاکستان د بې ثباتۍ لامل گرځېدلي.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار د پاکستان د بهرني سیاست په تړاو وویل، پاکستان له ۲۰۱۳ راهیسې «په بهرنيو او د نورو په گټه شخړو کې برخه نه ده اخیستې».
عزيز وويل: «موږ به د هیڅ هیواد په خپلمنځي جگړو او سیالیو کې برخه وا نه خلو. دا زموږ د حکومت سیاست دی».
هغه زیاته کړه، پاکستان د سیمې د ثبات لپاره پاموړ گامونه پورته کړي، وزیرستان کې د ضرب عضب عملیات به ثبات سره مرسته وکړي.
سرتاج عزيز د خپلې وینا په پای کې گواښ وکړ، بې ثباتي به د افغانستان په گډون د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې «لسیزې دوام وکړي».