افغانستان

اسټرليا افغانستان ته نور پوځيان را لېږي

د اسټرليايي چارواکو د نوې پرېکړې له مخې دا هيواد د افغانستان جگړې ته نور پوځيان رالېږي.

کابل ته د اسټرليا د لومړي وزير مالکوم ترنبول د وروستي ناڅاپي سفر په ترڅ کې نوموړي وويل: «د اسټرليايي چارواکو د نوې پرېکړې له مخې به د دې هيواد شل تنه پوځيان افغانستان ته واستول شي». دې سره به افغانستان کې د مېشتو اسټرليايي پوځيانو شمېر دوه سوه اويا تنه شي.

څو ورځې وړاندې امريکا هم په يوه تازه پرېکړه کې افغانستان ته د پنځو سوو تازه دمه پوځيانو د استولو اعلان وکړ. وړاندې غربي رسنيو ليکلي وو، چې په افغانستان کې د امريکا جگړه له ختمېدو ډېره لرې ده.

په داسې حال کې چې امريکا افغانستان کې د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره سم خپل جگړه ييز ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړی و، خو دا هيواد يو وار بيا په عملي توگه د افغانستان جگړه کې ښکېل دی. امريکايي رسنيو د پنټاگون په حواله ليکلي و، چې په ۲۰۱۶ کې به د سوريې او عراق پر ځای افغانستان د پاملرنې مرکز وي.

اسټرليا پر افغانستان د امريکا د حملې له پيله په دې هيواد کې خپل يو څلوېښت سرتېري له لاسه ورکړي دي.

امريکا او ناټو هيوادونه په داسې حال کې يو وار بيا افغانستان ته د ځواکونو لېږلو پرېکړې کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه بحثونه تاوده دي، تېره ورځ په همدې اړه کابل او له هغې وړاندې اسلام اباد کې غونډې ترسره شوې دي، خو طالبانو لا دغو خبرو کې د گډون پرېکړه نه ده کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button