ننگرهار: له څلوېښتو ډېر داعش وسله وال وژل شوي
ننگرهار کې د بهرنيو او دولتي ځواکونو په گډو بريدونو کې له څلوېښتو ډېر داعش وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، بهرنيو او دولتي ځواکونو پرون غرمه او مازديگر د ننگرهار د هسکې مېنې په شابي تنگي کې پر داعش وسله والو هوايي بریدونه کړي دي، چې له امله يې ياد شمېر وسله وال وژل شوي دي.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، لومړی بريد غرمه مهال وشو، شل داعش وسله وال په کې ووژل شول او د مولوي عباس په نامه د دوی د يوه مسوول په گډون گڼ نور ټپيان شول.
نوموړي زياته کړې ده، دويم بريد مازيگر پنځه بجې شوی، چې له امله يې د دغې ډلې دوه ويشت غړي وژل شوي دي.
دولتي الوتکو له دې وړاندې هم د ننگرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د داعش وسله والو او طالب جنگيالو پر ضد بريدونه کړي دي، چې لسگونو تنو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.
ننگرهار کې اوسمهال د دولت، طالبانو او داعش تر منځ نښتې روانې دي، چې له امله يې د ننگرهار زرگونه کورنۍ د خپلو سيمې پرېښودو ته اړ شوې دي.
چارواکو تېرو ورځو کې اچين ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې د حافظ سعيد د وژلو دعوه وکړه، خو وروسته څرگنده شوه، چې ناسم معلومات ورکړل شوي وو.