افغانستان

جلال اباد کې چاودنې ديارلس تنه وژلي دي

جلال اباد ښار کې يوې چاودنې ديارلس تنه ووژل او پنځلس نور يې ټپيان کړل.

چاودنه د ولسي جرگې وکيل عصمت شينواري او د ننگرهار د ولايتي شورا د غړي عبيدالله پر کور شوې ده.

د ننگرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې د عصمت شينوراي پلار ملک عثمان په خپل حجره کې قومي مشرانو ته وينا کوله، چې درنه چاودنه وشوه.

 عيني شاهدان وايي، چې چاودنه کې ديارلس تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چاودنه کې ملک عثمان او ملک کمين وژل شوي د عصمت شينواري او عبيد شينواري د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ننگرهار عامه روغتيا رياست وايي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

وسله والو طالبانو هم په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي، چې چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button