سيمه او نړۍ

سوريه: روسي الوتکې روغتونونه بمباروي

د «بشر حقوقو ډاکټران» اداره وايي، چې تر دې دمه يې د تېر اکتوبر له پيل راهيسې پر روغتونونو د روسي الوتکو ۱۰ بمبارۍ ثبت کړې دي، چې له امله يې پر ولسي وګړو سربېره ډاکټران هم وژل شوي دي.

ياده اداره د سوريې پر حکومت هم تور پورې کوي، چې په حلب کې يې روغتونونه بمبار کړي او روغتيايي نظام يې ويجاړ کړی، دغه اداره ټينګار کوي، چې تر دې دمه د حلب ۹۵ سلنه ډاکټران يا هم تښتېدلي، يا وژل شوي او يا بنديان دي.

اداره په خپل راپور کې وايي، چې په تېرو ۳ کلونو کې د ۴۵ بريدونو له امله اوسمهال په ښار کې له دريمې برخې هم لږ روغتونونه خلاص دي.

د راپور جوړولو يوه غړي مايکل هسلر ويلي، سوريايي حکومت په حلب کې پر روغتيايي نظام بريدونه د جنګي وسلې په توګه کاروي.

د سوريې حلب ښار د حکومت او د حکومت د مخالفينو تر منځ وېشل شوی دی، چې لويديځې سيمې يې د حکومت او ختيځې يې د مخالفينو په ولکه کې دي.

د سوريې دولتي الوتکې د روسي الوتکو په ملاتړ د ښار په ختيځو سيمو بمبارۍ کوي، څو د حکومت په ولکه کې يې راولي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button