افغانستان

ولسمشر اشرف غني قراقستان ته ولاړ

لسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر د قزاقستان پلازمېنې استانه ته ولاړ.

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني نن ماښام د قزاقستان د جمهور رییس نور سلطان نظربایوف په رسمي بلنه پلازمېنې استانه ته روان شو.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا ورکړل شوو راپورونو له مخې اشرف غني به په دغه دوه ورځینې سفر کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ له اداری فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ او ډیپلوماسي او د غنمو د پېرېدلو درې سندونه هم لاسلیک کړي.

ارګ وايي چې نوموړی به د قزاقستان ولسمشر او لومړي وزیر سره پر کتنو سربېره د افغانستان او قزاقستان له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو او همدارنګه په قزاقستان کې له افغان محصلینو سره هم وویني او په نظربایوف پوهنتون کې به وینا هم وکړي.

له اشرف غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د ملي امنیت عمومي رئیس انجینر رحمت الله نبیل، د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر، پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر انجینر ویس احمد برمک او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button