د ترکيې ختيځ چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
د ترکيې جنوب ختيځ کې د پوليسو پر مرکز درنې چاودنې پنځه تنه وژلي او ۳۶ ټپيان کړي دي.
د ترکيې کورنيو چارو وزارت وايي، چې چاودنه د هېواد ختيځ ديابکير ولايت چينار ولسوالۍ کې د پوليسو پر مرکز شوې ده.
د دياربکير امنيتي مسوولينو له قوله چاودنه کې د يوې ښځې او ماشوم په گډون پنځه کسان وژل شوي او ۳۶ ټپيان دي.
د دياربکير ډېری اوسېدونکي کرديان دي او چارواکو هم د چاودنې پړه پر کردي وسله والو مخالفينو اچولې ده.
له تېر يوه کال راهيسې د کردستاني وسله والو مخالفينو او ترکي ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې کيږي.
څه موده وړاندې په دياربکير کې دوو چاودنو دېرش پوليس وژلي وو او لسگونو نور يې ټپيان کړي وو.
د تېر کال جولای کې د ترکيې او کردي مخالفينو تر منځ اوربند پای ته له رسېدو وروسته د ترکيې جنگي الوتکو او ځمکني پوځيانو د کرديانو پر ضد قوي بريدونه پيل کړي او کردي باغيانو هم د ترکيې پر دولتي ودانيو او امنيتي ځواکونو چاودنې او بريدونه کړي دي.
ترکيه د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ د ايتلاف غړيتوب لري او د داعش تر څنگ پر کردي باغيانو هم بمبارۍ کوي.
ترکيه په داسې حال کې پر کردانو بمبارۍ کوي، چې کردان په خپله د داعش پر ضد جگړو کې ښکېل دي او امريکا يې مالي او نظامي مرستې کوي.