ایران د امریکا بیړۍ نیولي دي
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د دوی د سمندري ځواک دوه بیړۍ له لسو پوځیانو سره د ایران سمندري پوځ نیولي او دوی ته ایران ډاډ ورکړی چې ژر به نیول شوي امریکايي بیړۍ ته د تلو اجازه ورکړي.
یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي رسنیو ته منلې چې د دوی د سمندري ځواک لس تنه نیول شوي پوځیان به ډېر ژر خوشي کړای شي او تر دې دمه دوی ته کوم زیان نه دی رسېدلی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې د یوه امریکايي چارواکي له قوله يې ورکړی دی وايي، دا ډېره ستونزمنه ده چې نیول شوي امریکایان دې نن شپه پریښودل شي خو ښايي د چهارشنبي په ورځ ورته د تلو اجازه ورکړي.
د فارس خبرې اژانس د راپور له مخې دوه امریکايي بیړۍ چې لس تنه په کې په نیمه درنو وسلو سنبال وو د ایران سمندري حریم ته دننه شوي وو او د ایران «سپاه پاسداران» سمندري ځواک له لورې ونیول شول.
د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ټیلیفوني خبرې کړې. ظریف کيري ته د امریکايي سرتېرو په اړه ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به پریښودل شي.
د فارس خبرې اژانس د راپور له مخې امریکايي بیړۍ د ایران اوبو کې دوه کیلومتره دننه شوې وې او دا راپور د دې بیړیو په جي پي ایس کې هم ثبت شوی دی.
ایران په ۲۰۰۷ کال کې برتانوي سمندري پوځیان هم نیولي وو چې هغوی يې ۱۳ ورځي له ځان سره ساتلي وو.