لوبه

هندوستان له استرالیا څخه ماتې وخوړه

نن د استرالیا او هندوستان تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ سیالي پای ته ورسیده. دغې لوبې کې استرالیا د هندوستان په وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.

هندۍ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. هندوستان د روهېت شرما او ویراټ کولي غوره توپ وهنې په مرسته په پنځوسو اورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۹ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره روهېت شرما په ۱۶۳ توپونو د دیارلسو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۱۷۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. ویراټ کولي هم دغې لوبې کې ۹۱ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د استرالیا لپاره فالکنر دوه او هذلووډ یوه ویکټه واخیسته. فالکنر خپل لسو اورونو کې ۶۰ او هذلووډ خپل لسو اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې.

د استرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۹.۲ اورونو کې د سمیت او بیلي پیاوړې توپ وهنې سره پوره او د هندوستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د استرالیا لوبډلې لپاره سمیت په ۱۳۵ توپونو د یولسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۴۹ او بیلي په ۱۲۰ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره بریندر سېران تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. بریند سران خپل ۹.۲ اورونو کې ۵۶ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button