هاشم املا له لوبډل مشرۍ استعفاء وکړه
د سویلي افریقا د لوبډلې لوبډل مشر هاشم املا د خپلې لوبډلې خرابې لوبې له امله تیره ورځ د ټیسټ لوبو له لوبډل مشرۍ څخه استعفاء وکړه.
د انګلینډ په خلاف په کیپ ټاون کې د ټیسټ لوبو د سریز دوهمې لوبې له ختمیدو وروسته نوموړی له لوبډل مشرۍ څخه استعفاء وکړه. د انګلینډ په خلاف د سریز له پیل څخه د هاشم امله پر لوبې نیوکې کیدلې.
نوموړی د انګلینډ په خلاف لوبې کې ۲۰۱ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يي له ستونزمنو حالاتو څخه تر ویستلو وروسته د خلکو د هیلو پر خلاف دغه پریکړه وکړه.
تیر کال د ګرېم اسمیت له استعفاء څخه وروسته هاشم املا د ټیسټ لوبو لپاره د سویلي افریقا لوبډل مشر وټاکل شو خو نوموړی ونتوانید زیاتې بریاوې ترلاسه کړي.
نوموړی په پیل کې سریلانکا، زیمبابووي او ویسټ انډیز ته د ټیسټ لوبو په سریز کې ماتې ورکړې وه خو په دې وروستیو کې د لوبډلې خرابه لوبه د هاشم املا ټولې هڅې بې ګټې کړې.
د بنګله دیش پر خلاف د لوبو سریز د باران له امله بې نتیجې شوه او د هندوستان په خلاف څلورو ټیسټ لوبو په سریز کې سویلي افریقا ۳-۰ سره ماتې وخوړه او هاشم املا په دغو لوبو کې ونتوانید غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
د انګلینډ په خلاف روان سریز په لومړۍ ټیسټ لوبې کې هم سویلي افریقا ماتې وخوړه. په کیپ ټاون کې ترسره کیدوونکې دوهمې ټیسټ لوبې کې هاشم املا ۲۰۱ منډو جوړولو سره نیوکو کوونکو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
د انګلینډ او سویلي افریقا تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه هم بې نتیجې شوه او هاشم املا هم له دغې لوبې څخه وروسته د ټیسټ لوبو له لوبډل مشرۍ څخه استعفاء وکړه.
هاشم املا نړیوالو رسنیو ته وویل چې دغه پریکړه نوموړې ته اسانه نه وه خو هغه له خپلې پریکړې ډاډه دی او غواړي د خپلې توپ وهنې پر وړتیا کار وکړي.
هاشم املا د سویلي افریقا لپاره ۹۰ ټیسټ لوبې کړي چې دغو لوبو کې يي له ۵۱ څخه زیات اوسط سره ۷۱۰۸ منډې جوړې کړي چې دغو منډو کې ۲۴ نیمه سلیزې او ۲۸ سلیزې شاملې دي.