افغانستانسلايډ

د سولې پروسې څلور ‌اړخېزه غونډه پيل شوه

نن سهار وختي اسلام‌اباد کې د څلورو هیوادونو استازو د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې د راتلونکو خبرو اترو د میکانېزم لپاره غونډه پيل کړه. دې غونډه کې د طالبانو استازې ګډون نه‌ لري.

غونډې ته به د طالب استازو نومونه هم وړاندې شي او ټولې خواوي به پوه شي چې د سولې په پروسه کې د طالبانو استازي‌توب څوک کوي. تر دې مخکې د افغان حکومت او هغو خلکو تر منځ چې ځان يې د طالبانو استازي ښودل، په تېره جولای میاشت کې هم خبرې شوې وې، خو د غونډې پیل پورې دا معلومه نه وه چې د طالبانو استازيتوب څوک کوي. وروسته قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په دغه غونډه کې ګډون رد کړ.

د غونډې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز کوي او غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال خلیل حکمت کرزی د افغان حکومت استازی دی. له دوی سره غونډه کې د امریکا او چین استازي هم گډون لري. د تېري یکشنبي په ورځ د اجراییه ریيس د ویاند مرستیال جاوید فیصل رسنیو ته وویل چې د طالبانو د استازو لست به د سولې له خبرو مخکې افغان حکومت ته سپارل کېږي. فیصل زیاته کړه چې پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې، چې د طالبانو پر مالي منابعو په پېښور او کویټه کې بندیز لگوي.

تر دې مخکې په تېر جولای کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو پروسه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ له خبر سره په ټپه ودرېده. ولسمشر غني د پاکستان په منځگړیتوب د سولې د خبرو تحریم اعلان کړ. د سیاسي چارو کارپوهان په دې نظر دې چې امریکایانو په اشرف غني فشار راوړ تر څو د سولې د خبرو پروسه یو وار بیا د پاکستان له ادرسه پیل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button