طالبانو د سیاسي دفتر لپاره نوي چارواکي وټاکل
طالبانو ته نژدې سرچینې خبر ورکوي چې دغې ډلې په قطر کې خپل سیاسي دفتر ته نوي چارواکي ټاکلي. د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر، سید محمد طیب اغا د ملا محمد عمر د مړینې له خبر خپرېدو وروسته د دفتر له ریاست څخه استعفا ورکړه. د طیب اغا له استعفا وروسته، شیر محمد عباس ستانکزی د دفتر سرپرست وټاکل شو.
طالبانو ته نژدې سرچینې اوس وايي چې شیر محمد عباس ستانکزی د دفتر د رييس او عبدالسلام حنیفي یې مرستیال ټاکل شوی. عباس ستانکزی د افغانستان د لوګر ولایت دی او په هند کې یې پوځي زده کړې کړي دي. ستانکزي د طالبانو په استازیتوب په ځینو نړیوالو مذاکراتو کې هم ګډون کړی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د بهرنیو او روغتیا چارو وزارتونو د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له مخالفت سره مخ شو. که څه هم دفتر رسما تړل شوی خو د طالبانو استازو له دغه ادرس څخه ځینو هېوادونو ته سفرونه او خبرې اترې ترسره کړي.
طالبانو داسې مهال د خپل دفتر لپاره نوي چارواکي ټاکي چې د پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.