افغانستانسلايډ

سروې: پر حکومت د ځوانانو بې باوري ډېره شوې ده

يوې تازه سروې ښودلې ده، چې د هيواد يوه ستره برخه ځوانان پر حکومتي چارواکو باور نه لري او وايي، سياستوال يوازې په خپلو شخصي گټو پسې اخته دي. دغې سروې ښودلې ده، چې غريبي او وزگارتيا د ځوانانو سترې ستونزې دي او يوه لويه برخه ځوانان د ولسمشر او اجراييه رييس له کارونو ناخوښ دي.

د ډيموکراسي انټرنېشنل يا (DI) ادارې د روان کال د غوايي له ديارلسمې د زمري تر څلرويشتمې د بېلابېلو کټه‌گوريو له څلور زره ځوانانو نظر پوښتنه کړې، چې عمرونه يې له اتلسو کلونو تر پنځه دېرشو دي، همدا راز يې د هيواد په دوولسو ولايتونو کې د پوهنتونونو له زر تنو محصلينو سره خبرې کړې دي.

د دغې سروې پايلې نن اعلان شوې، پايلې ښيي، چې ځوانان نسبت سياسي وضعيت ته د اقتصادي هغه په اړه ډېر اندېښمن دي، دوه اتيا سلنه کمسوادو او بې سوادو او دوه اويا سلنه محصلينو غريبي او وزگارتيا تر ټولو ستره ستونزه په گوته کړې ده.

د ډيموکراسي انټرنېشنل ادارې تخنيکي سلاکار زکريا بارکزي رسنيو ته ويلي، د ځوانانو ډېره اندېښنه د اقتصادي ستونزو او ورپسې پر حکومت د بې باورۍ له امله ده، خو څومره چې ځوانان له سياست سره علاقه ښيي، دومره په سياسي چارو کې ونډه نه لري.

سروې د حکومت په اړه د ځوانانو له بې باورۍ ويلي دي، ځوانان پر ملي شورا اته دېرش سلنه، د ملي يووالي پر حکومت نهه دېرش سلنه، پر ولسمشر درې څلوېښت او پر اجراييه رييس څلور څلوېښت سلنه بې باوره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت چارواکو د حکومت له پيله له ولس سره د ستر اقتصادي بدلون ژمنه کړې وه، خو وروستي حالات ښيي، چې حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی.

د چارو شنونکي له هيواده د ځوانانو په ستره اندازه تېښته هم د اقتصادي ستونزو له امله بولي، سږ کال د پخوا په پرتله خورا ډېر ځوانان پرمختلليو هيوادونو ته د رسېدو په موخه له هيواده وتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button