افغانستان

د غزني مشران: گڼې ولسوالۍ د سقوط له گواښ سره مخ دي

د غزني قومي مخورو د گڼو ولسواليو د سقوط په اړه گواښ کړی او له دولته يې د ژر تر ژره پاملرنې غوښتنه کړې ده. مشرانو ويلي دي، دغه ولسوالۍ نېغ په نېغه د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندې دي او د حکومت د بې غورۍ په صورت کې به سقوط وکړي.

د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې ننۍ خبرپاڼه کې ويل شوي دي، اجراييه رييس عبد الله عبد الله نن په سپېدار ماڼۍ کې د غزني له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره کتلي دي، هغوی له اجراييه رييس سره په غزني کې شته ستونزې شريکې کړې دي او د هواري غوښتنه يې کړې.

خبرپاڼه کې ويل شوي، امنيت ته پاملرنه، په دولتي تشکيلاتو او ادارو کې توازن رامنځته کول، د وژل شويو عسکرو له کورنيو او ټپي عسکرو سره مرسته او ملاتړ او نا امنه ولسواليو ته جدي پاملرنه د دې مشرانو مهمې غوښتنې وې.

هغوی اندړ، گېرو، مقر او څو نورې ولسوالۍ د طالبانو تر مستقيم بريد لاندې وبللې او گواښ يې وکړ، چې که په اړه يې بې غوري وشي، طالبان به يې ونيسي.

د غزني مشران په داسې حال کې د دې ولايت د ولسواليو د سقوط خبره کوي، چې پرون او نن د بغلان او کندز ولايتونو مدني فعالانو هم حکومت ته د طالبانو د پراخو فعاليتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

اجراييه رييس د غزني د ستونزو هواری د حکومت لومړيتوب بللی دی او له مشرانو سره يې په دې اړه د مرستې ژمنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button