راتلونکې اوونۍ د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه کېږي
د امريکا بهرنيو چارو وزارت راتلونکې اوونۍ د ملي يووالي حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې په اړه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی دی.
په دې اړه تېره مياشت په اسلام اباد کې د «اسيا زړه کانفرانس» کې خبرې شوې وې او تړليو لوريو ډېر ژر د يوې څلور اړخيزې غونډې د داېرېدو ویلي وو، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند جان کربي په خوله راتلونکې اوونۍ به تر سره شي.
نوموړي دغه غونډه د اسيا زړه کانفرانس د لړۍ برخه بللې خو په وينا يې په غونډه کې د امريکايي گډون کوونکي پلاوي په اړه نور څه نه شي ويلای.
کربي زياته کړې ده، په کېدونکې غونډه کې به که څه هم د طالبانو استازي نه وي، خو دا څلور اړخيزه غونډه د افغان سولې په برخه کې ستر پرمختگ دی.
کربي د دغې غونډې موخه سيمه کې د ملگرو هيوادونو تر منځ اړيکې پياوړي کول ښودلې ده.
ايران هم څو ورځې وړاندې په دې غونډه کې د غړيتوب غوښتنه کړې وه، خو لا هم معلومه ده، چې غړيتوب به ورکړل شي او که نه.