شعر
غزل
دا تنهايي، دا شاعري دا تکه توره شپه
څنګه به خلاصه شي زما د درد له پوره شپه
د چا د ياد له اضطرابه پاکه يخه شپه
خبره نه شوله د چا د عشق له زوره شپه
که زما زړه ګورې، چې ژوند نه مې څه رنګ اخيستى
که زما زړه ګورې، نو ورشه ګله ګوره شپه
چې ارمانونه دې پاک وژني، خو امکان نه وينې
چې يخه شپه درباندې راشي؛ خو بې اوره شپه
چې څنګه تېره نه شوه، وروسته رانه پاتې شپه
داسې به تېره شي دا مخ ته پاتې نوره شپه
خداى دې انکار سره هيڅوک نه مخ کوي اجمله
خداى دې په چا نه راولي چېرته بې کوره شپه
اجمل ښکلی