لوبه

ملي لوبډلې د زیمبابووي لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه روانه ده چې دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد او عثمان غني غښتلې توپ وهنه پیل کړه.

د نننۍ لوبې پچه ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. محمد شهزاد او عثمان غني د افغانستان لپاره توپ وهنه پیل کړه او ښه وځلیدل.

محمد شهزاد او عثمان غني د ۶۳ منډو غوره او چټکه ملګرتیا وکړه. د لوبې دغه پیلوونکي لوبغاړي وتوانیدل په ۶.۳ اورونو کې د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۳ منډې جوړې کړي او محمد شهزاد په ۱۷ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له محمد شهزاد څخه وروسته اصغر ستانکزی د توپ وهنې لپاره میدان ته ووت او د یوې شپږیزې په مرسته ۸ منډو جوړولو سره يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له اصغر ستانکزی څخه وروسته کریم صادق توپ وهنه پیل کړه. ۱۰۴ منډو څخه وروسته عثمان غني په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره خپله ویکټه له لاسه ورکړه. د عثمان غني له سوځید څخه وروسته له ځانګړی ځنډ پرته کریم صادق د دوو څلوریزو په مرسته ۱۶ منډو جوړولو سره هم خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له کریم صادق څخه وروسته ګلبدین نایب غښتلې توپ وهنه پیل کړه. محمد نبي له ګلبدین نایب سره غوره ملګرتیا څخه وروسته خپله ویکټه له لاسه ورکړه. محمد نبي په ۱۱ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۶ منډې جوړې کړې.

له محمد نبي څخه وروسته نجیب الله ځدران له کومې ځانګړې لاسته راوړنې څخه خپله ویکټه له لاسه ورکړه او میرویس اشرف د توپ وهنې لپاره میدان ته ووت. ګلبدین نایب له چټکې توپ وهنې څخه وروسته د غلطې پریکړې له امله خپله ویکټه له لاسه ورکړه. ګلبدین نایب په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې.

له ګلبدین نایب څخه وروسته راشد خان توپ وهنه پیل کړه او په لږو توپونو زیاتې منډې جوړې کړې. راشد خان په ۵ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډې جوړې کړې. دغه لوبه د راشد خان لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه.

ملي لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د توپ وهوونکو غوره توپ وهنې سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې کریمر تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. کریمر خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۷ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button