سعودي د ایران په سفارت د توغندیو برید ردوي
د ایران دا ادعا چې گواکي د دوی پر سفارت د یمن په صنعا ښار کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف جنگي چورلکو هوايي توغندي کارولي، په بشپړ ډول ردوي. پرون د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري رسنیو ته وویل چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن په صنعا ښار کې د ایران د سفارت تر څنگ توغندي ویشتلي دي چې له امله یې د سفارت ودانۍ او ساتونکو ته زیانونه اوښتي دي.
په یمن کې د سعودي په مشرۍ د حوثیانو پر ضد ایتلاف ویاند رسنیو ته وویل چې د ایران د سفارت تر څنگ کوم هدف نه دی په نښه شوی او تر دې دمه د ایران سفارت ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
د صنعا ښار ځایي اوسېدونکو رسنیو ته وویل چې د ایران سفارت ته څېرمه د وراني نښې نښانې نهښکاري. شېبه وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت عربي افریقایي مرستیال عبداللهیان رسنیو ته وویل چې موږ به ډېر ژر د صنعا د سعودي د توغندیو د برید په اړه م.م ته خپله راپور وړاندې کړو. ده همدارنگه د سعودي د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پرېکولو په اړه زیاته کړه چې دا د خپگان ځای دی چې سعودي د یو څو محدودو لاریونکوونکو د غبرگون له امله ستر سیاسي کړکېچ جوړ کړ.