خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسېدلی

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د سعودی د بهرنیو چارو وزیر، عادل بن احمد الجبیر نن (پنجشنبه) د یوه دوه ورځني سفر په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، جبیر به د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر له سلاکار، سرتاج عزیز او گڼو نورو لوړپوړیو چارواکیو سره وگوري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي چې له تېرې شنبې راهیسې د سعودي او ایران ديپلوماتیکي اړیکې پرې شوې دي. کوېټ، بحرین، سوډان، قطر او سومالیې د سعودي په پلوۍ له ایران سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې دي.

د پاکستان حکومت او په تېره پوځ د سعودي له سلطنتي کورنۍ سره نژدې اړیکې لري. که څه داسې نه دي ویل شوي چې د سعودي او ایران ترمنځ راولاړ شوی کړکېچ به د اجنډا برخه وي کنه؛ خو گومان کېږي چې په دې باب دې هم خبرې وشي.

ظاهراً ویل کېږي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر به له پاکستاني چارواکیو سره د ۳۴ هېوادونو د ترهگرۍ ضد ایتلاف په اړه خبرې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button