لوبه

سریلانکا د نیوزیلینډ په وړاندې په ۳ منډو ماتې وخوړه

نن د سریلانکا او نیوزیلینډ تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. سریلانکا دغې لوبې کې د نیوزیلینډ په وړاندې په دریو منډو ماتې وخوړه.

د سریلانکا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه چې د نیوزیلینډ لوبډلې دغه پریکړه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کولو سره غلطه ثابته کړه.

د نیوزیلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو غوره توپ وهنې په مرسته ټاکلو شوو شلو اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ګپټېل په ۳۴ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۸، ویلیمسن په ۴۲ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ او مونرو په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره د توپ اچونې په برخه کې کولسېکرا تر ټولو ښه وځلید. نوموړی خپل څلورو اورونو کې ۲۶ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

د سریلانکا لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ګوانتیلاکا او سریوردنه غوره توپ وهنې سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره ګوانتیلاکا په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۶ او سریوردنه په ۳۱ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره هینري او بولټ تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. هینري خپل څلورو اورونو کې ۴۴ منډو ورکولو سره درې ویکټې او بولټ خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button