سودان او بحرین هم له ايران سره اړيکې پرې کړې
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت نن ایراني ډیپلوماتانو ته ۴۸ ساعت وخت ورکړ چې بحرین پرېږدي. عسی حمادي د بحرین د اطلاعاتو وزیر هم رسنیو سره د دې خبرې پخلی وکړ چې گواکي دوی نور نه غواړي له ایران سره ډیپلوماتکي اړیکې ولري. له دې سره یوځای سودان هم له ایران سره د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د پریکون اعلان کړی دی. د دوی تر څنګ متحده عربي اماراتو خپلې ډیپلوماتيکي اړیکې تر ټيټې کچې پورې رسولي دي.
د بحرین حکومت ایران تورنوي چې دوی د بحرین شیعهگان د حکومت پر ضد راپاروي. د عربي پسرلي سره سم په ۲۰۱۱ کال کې د بحرین او سعودي شیعهگانو هم د خپلو حکومتونو پر وړاندې لاریونونه وکړل چې د دواړو حکومتونو له لورې له کلکو غبرگونونو سره مخ شول. سعودي په بحرین کې د حالاتو د کنترول لپاره نظامي مداخله وکړه او شیعه لاریونکوونکي يې وځپل.
د شنبي په ورځ سعودي حکومت شیعه عالم نمر النمر له نورو ۴۶ تنو سره د ترهگرۍ، فتني او بغاوت په تور اعدام کړل، له دې سره په بحرین، پاکستان، لبنان او ایران کې شیعه ډلو د سعودي د حکومت پر ضد لاریونونه وکړل. په ایران کې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل. لاریون کوونکو د سعودي سفارت او په مشهد کې یي کونسلگرۍ ته اور ورته کړ. له دې سره سم سعودي له ایران سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې پرې او ایراني ډیپلوماتانو ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د سعودي له خاورې څخه ووځي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ایراني چارواکي تورنوي چې له لاریونکوونکو سره لاس لري. ده همدارنگه زیاته کړه چې لاریونکوونکي سفارت ته له اور ورته کولو وروسته د سفارت اسناد او کمپیوټرونه له ځان سره وړي دي.
د لاریونکوونکو له دې کړنو سره د سعودي سفارت مسوولینو د ایران له بهرنیو چارو څخه دري وارې د مرستي غوښتنه کړي وه خو د دوی ځواب هر ځلې رد شوی دی. د خلیج د همکارۍ ادارې مشر عبدالطیف بن رشید الزیني د تهران د لاریونکوونکو دغه کړنه غندلې ده او ایراني حکومت یي په دې اړه مسوول بللی دی.