پر ايران د بنديزونو سستوالي له امله پر اوباما نيوکې کيږي
د امريکا اوباما ضد سياسي کړۍ پر ولسمشر نيوکې کوي، چې تېره اوونۍ ايران د باليستيکي توغندويو ازموينه وکړه، بايد هماغه مهال پر پر ايران بنديزونه لگولی وی او اوباما تر اوسه په دې اړه خپل رسمي غبرگون نه دی ښوولی.
وال سټريټ ژورنال په خپله نننۍ سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې، چې اوباما پر ايران د نوو بنديزونو په اړه جدي پرېکړه نه کوي، په داسې حال د نوو توغنديو ازموينه د ايران او سترو قوتونو تر منځ له شوي تړونه سرغړونه ده.
د ورځپاڼې په وينا د اوباما پلويانو په گډون د کانگريس ډېری غړي پر اوباما نيوکې کوي او زياتوي، چې له اتومي تړون وروسته ايران داسې کړنې پيل کړي، چې د سيمې او نړۍ پر وړاندې گواښ بلل کيږي.
د امريکايي چارواکو دا غبرګونونه او نيوکې په داسې حال کې راڅرگنديږي، چې تېره اوونۍ د ايران ولسمشر حسن روحاني خپل دفاعي ځواک ته امر کړی و، چې د نورو دفاعي وسلو تر څنگ د باليستيکي ميزايلو جوړو ته جدي پاملرنه وکړي.
د خامنهيي گواښونه
وال سټريټ ژورنال د لوړپوړو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې پر ايران بنديزونه له دې امله ناوخته شوي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې ستونزه د ډيپلوماتيکو اړيکو له لارې حل کړي.
د امريکا د ملي امنيتي مرستيال سلاکار وال بن رودوس رسنيو ته ويلي، چې سپينه ماڼۍ يو څه نور وخت ته اړتيا لري، چې پر ايران د نوو بنديزونو په اړه پرېکړه وکړي.
په عين حال کې د ايران مذهبي مشر اية الله علي خامنهيي د امريکا له لوري د نوو بنديزونو په اړه گواښ کړی، چې دوی به خپل توغنديز پروگرامونه پر مخ بيايي او ټينگار يې کړی، که امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولگوي، نو دا به د ايران او سترو قوتونو ترمنځ د اتومي تړون د لغوې په معنا وي.