المان وايي چې له ۱۳۰ تنو جوړ يو پوځي واحد افغانستان ته لېږي.
المان دغه پرېکړه د دې هېواد د کابينې له ننۍ ناستې وروسته وکړه.
د المان کابينې ننۍ ناسته له اسلامپالو سره د امنيتي ځواکونو په ټکر کې د ملاتړ په اړه ترسره کړه.
په تېر سپتمبر مياشت کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د کندز ښار نيولو د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه اړ کړل، چې په افغانستان کې په خپله ستراتيژۍ له سره غور وکړي.
امريکا په دې اړه په خپله وروستۍ پرېکړه کې وويل، چې له ۲۰۱۶زېږديز وروسته به يې هم ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
همدا اوس په افغانستان کې د پرتو نړيوالو ځواکونو په منځ کې نږدې ۸۵۰ الماني پوځيان شته دي، چې د افغانستان په شمال کې پراته دي.
د دې هېواد دفاع وزير اورزولا فن ډر لاين وايي، چې هېواد يې د روان کال تر پايه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ويستلو په پرېکړه له سره غور کوي.
د شنونکو په اند د ناټو غړي هېوادونه له دې امله دغه ډول پرېکړو ته مجبورېږي، چې افغان ځواکونه لا هم د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې کمزوري دي او نه شي کولای په يوازې ځان د افغانستان امنيت ټينګ کړي.