سلايډسيمه او نړۍ

وال سټريټ ژورنال: اتومي تړون د ايران دښمنۍ فکر زيات کړی

وال سټريټ ژورنال په خپله نننۍ گڼه کې ليکلي، چې د ايران او نړيوالې ټولنې تر منځ له شوي تړون وروسته د ايران مذهبي مشران وايي، چې هېواد يې کولای شي خپلو دښمنانو ته خپل ځواک وښيي.

وال سټريټ ژورنال په خپله سرمقاله کې ليکلي، چې «د ايران مذهبي ملايان د اوباما مننه کوي» چې ايران سره يې اتومي تړون لالسليک کړ، مګر زياتوي، چې له ياد تړون وروسته ايران د سيمې او نړۍ پر وړاندې يو ډول دښمني پيل کړې ده او د وال سټريټ ژورنال په وينا امريکا او ملگرو ملتونو ويلي، چې ايران تېره مياشت له شوي اتومي تړونه غړونه کړې ده او د بالستيکي ميزايلو تجربه يې هم کړې ده.

د اوباما دوه زړي کېدل

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې په لومړيو کې سپينې ماڼۍ د ايران له لوري د بالستيکي ميزايلو د جوړو موضوع ته فکر نه کاو، مګر تېره اوونۍ يې ومنله او ژمنه يې وکړه، چې له کانگريس څخه به پر ايراني شرکتونو او چارواکو د نورو بنديزونو غوښتنه وکړي.

د ورځپاڼې په اند دغه بنديزونه به د امريکا له لوري ايران سره «ترخه ډيپلوماسي» وي.

«د ايران ولسمشر حسن روحاني، د امريکا له لوري لگول کېدونکو بنديزونو په اړه خپل دفاع وزير ته امر کړی، چې باليستيکي ميزايلو جوړو ته پاملرنه زياته کړي.»

د تېر کال جولايي کې د ايران او امريکا تر منځ د شوي تړون مخالفينو هغه مهال ويل، چې دا تړون د امريکا او نړيوالې ټولنې په زيان او د ايران په گټه دی.
د ايران لاسته راوړنې

وال سټريټ ژورنال ليکي، که واشنگټن د ايراني ميزايلو جوړولو په اړه خپل غبرگون وښيي، نو ايران کولای شي، چې د امريکا پر وړاندې ودريږي، نړۍ هم پر ايران د بنديزونو لگولو کې فعاليت نه لري او اوباما به ايران سره د اتومي تړون تېروتنه هېڅکله ونه مني.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې تېره چهارشنبه ايران د هرمز سمندر کې له امريکايي سمندري بېړيو پنځلس سوه کيلوميټر لرې يو شمېر نوي ميزايل تجربه کړل او له هغې وروسته يې ايران کې د واشنگټن پوسټ ژورنالېست يو امريکايي چارواکی هم بندي کړی دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي، چې د سپينې ماڼۍ ژورنالېستان د ايران په «سخت دريځو» مذهبي مشرانو نيوکې کوي او دا خبره يې هېره ده، چې همدې سخت دريځو مشرانو امريکا سره د تړون ملاتړ وکړ او که د دغو سخت دريځو ملاتړ نه وای، نو حسن روحاني دا تړون نه شو کولای. د ايران مذهبي مشر اية الله علي خامنايي د ايران او امريکا اتومي تړون د ايران په گټه وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button