نوی کال د بریدونو له ویري او اور لگیدني سره پیل شو
سږ کال د ۲۰۱۶م کال د راتگ نمانځغونډې د نړۍ په ډېری ښارونو کې د ترهگریزو بریدونو په وېره کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوې. امنیتي گواښونه لامل شول چې په ځینو ښارونو کې دغه مراسم ونه نمانځل شي. د پاریس او بلجیم ښارونو کې د ویرې حالت اعلان شوی و. په بلجیم کې د نوي کال نمانځل د امنیتي ستونزو له امله ترسره نه شول. پاریس چې په تېر نومبر کې د ترهگریزو بریدونو ښکار شوی و لا یې هم د اوسېدونکو په څیرو کې د ویرې نښې ښکارېدې. د فرانسې په نورو ښارونو کې شاخوا ۱۰۰۰۰۰ پولیسو امنیتي تدابیر نیولي و.
د نړۍ ډیر سیلانیان دوبۍ ته د نوي کال د نمانځلو لپاره سفر کوي. تېر ماښام د نوي کال له پیلیدو څو ساعته وړاندې د دوبۍ په مشهوره سوداگریزه سیمه ډون ټون کې، برج خلیفه ته څېرمه اور لگېدلی و
د فلیپین په پلازمېنه مانیلا ښار کې د نوی کال له پیل څخه څو ساعته وروسته اور لگیدلی دی. اور شاخوا ۱۰۰۰ کورونه له منځه وړي چې له امله یې ۳۰۰۰ تنه بې کوره شوي دي.
د مسکو سره څلورلارې د ښاریانو پر مخ تړل شوې وه. تېرو کلونو کې به د مسکو اوسېدونکو نوی کال د څلور لارې شاخوا کې نمانځه چې سږ کال مسکو سوریه کې د داعش په وړاندي هوایي جگړه پیل کړه چې له دې سره د مسکو امنیتي حالت هم تر پخوا ټینگ شوی دی.