میوند
دوه پوره کلونه که هر څومره ستر دي او هر يو يې ۳۶۰ شپې لري چې ټولې ۷۲۰ شپې کیږي، خو دغه څو ثانيې له دې امله پاموړ دي چې دوه ستر کلونه يې پرمټ يو له بل سره نقطه صفر کوي او د دغو څو ثانيو په برکت يو ستر کال مخه ښه کوي او بل ستر کال راسره مخ کیږي او موږ دغه نوي میلمه ته هرکلي وايو.
د انسان هره شپه د يوې ورځې لپاره نوی سټيج دی، ځکه هر انسان له هرې شپې وروسته د نويو پېښو او پرمحتګونو تمه لري، که هغه مثبت لوري ته وي او که منفي ته، همداراز هر کال د بل کال لپاره يو سټیج دی، چې پر مټ يې يو څوارلس کلن ماشوم پنځلس کلنۍ ته ګام پورته کوي، بالغيږي، مسئوليږي، مکلفيږي او له نويو مثبتو خيالاتو او ستونزو دواړو سره مخ کيدای شي، د دوولسم ټولګي شاګرد، پوهنتون ته ځي، له نوي مضمون او نوې درسي سلسلې سره مخ کیږي.
خو يو بالغ او مکلف انسان چې يو کال تيروي، نو د کال په دې وروستيو څو ثانیو کي دي له ځانه سره فکر وکړي، چې کوم هغه منفي عادات او حرکتونه دي چې د کال په تيريدو سره دی پرې غاالب شوی او هغوی ته يې ماتې ورکړې !
له بده مرغه موږ د مادي دنیا په لټه کې خپلې کلنۍ بودیجې او نویو مالي لاسته راوړنو ته حسابونه کوو.
خو ايا کله مو دا حساب هم له ځانه سره کړی، چې د بشري اخلاقو او معنوي لاسته راوړنو په برخه کې څه لرو؟
ایا په شخصيت کې مو د يوه کال په تيريدو څومره مثبت بدلون راغلی، دروغ، چل ول او له خپلوانو سره د ګذارې په اړه مو مثبت پرمختګ کړی او که نور هم…..
د الله او د مخلوق د حق په برخه کې مې غفلت کم شوی او که نور هم….
له میرمنې او اولاد سره مې سلوک ښه شوی او که نور هم…
له ګاونډي، مالي شریک او کورني شریک سره مې په رويه کې څه بدلون راغلی؟په خبرو او ناسته پاسته کې مې مثبت اړخونه زیات شوي او که نور هم…..
نوي کال ته د هرکلي په پلمه د زاړه کال په څو ورستيو ثانیو کې.
پای