افغانستانخبرونه

افغان او پاکستاني ځواکونه د ډيورند کرښې د امنيت لپاره اړيکې فعالوي

تېره ورځ د پاکستان او افغانستان پوځیانو د اړیکو کرښه فعاله کړه. افغانستان له پاکستان سره شاخوا ۲۰۰۰ کیلو متره پوله لري. تر دې دمه د دې پولې شاوخوا کومه منظمه نظامي امنیتي قطعه شتون نه لري چې د پولې امنیت ټینگ کړي. د پولې د امنیت د ټینگښت لپاره د دواړو هېوادونو پوځیانو دغه کرښه فعاله کړه. دغه هوکړه د راحیل شریف د سفر پر مهال کابل کې وشوه. دوی د دواړو خواو تر منځ امنیتي مرسته مهمه وبلله.

دا په داسي حال کې ده چې تېره میاشت افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوه. ولسمشر اشرف غني د تاوتریخوالي تور په پاکستان کې مېشت وسله‌والو ډلو پورې کړ.

افغان چارواکي تور پورې کوي چې طالبان د پاکستاني پوځ په کنترول کې دي. پاکستاني پوځ دا مني چې له طالبانو سره اړیکې لري. د اړیکو د کرښې خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په راتلونکې اوونۍ کې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو دویم پړاو په اسلام اباد کې پیلوي. که څه هم د دې خبرو لپاره ټاکلې ورځ نه ده اعلان شوي. د سولې په دې خبرو کې به امریکا او چین د څارونکو رول لوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button