مردان کې چاودنې شل تنه ووژل
د خيبرپښتونخوا مردان ولسوالۍ بازار کې چاودنې لږ تر لږه شل تنه وژلي او پنځوس نور يې ټپيان کړي دي.
چاودنه نن ماسپښين دوه بجې او شل دقيقې مردان بازار کې د نفوسو د احوال او ثبت دفتر مخته وشوه.
د مردان پوليسو مشر حشمت الله زيدي وايي، چې چاودنه کې تر اوسه شل تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.
د زيدي په وينان ټپيان د مردان دولتي روغتون ته لېږدول شوي او د گڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
چارواکو تر اوسه د چاودنې د نوعيت په اړه څه نه دي ويلي.
د مردان ډيپټي کمشنر عمران حميد وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي د نفوس د احوالو او ثبت دفتر مخته په يو موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د پاکستان صدر اعظم نوازشريف چاودنه غندلې او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.
د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان د پېښې اړوند راپور غوښتی دی.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.