افغانستانسلايډسيمه او نړۍ

ډېلي ټلگراف: امریکا په افغانستان کې لوېدیځ‌پلوه ولسواکي برلاسې نه کړای شوای

د برتانيې ډېلي ټلگراف ورځپاڼې د طالبانو د وروستیو پرمختگونو په اړه یوه تازه مطلب کې لیکلي چې طالبانو له یو کال راهېسي په هلمند کې څو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندي راوستي دي. د راپورونو له مخې جگړه د لښکرگاه په ۵ کیلومترۍ کې ده. د ملي اردو شاخوا ۴۰۰ تنو ته په وروستیو څلورو میاشتو کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۰۱ کې برتانوي پوځیان په هلمند کې ځای پر ځای شوی ول. د ډيلې ټلگراف د راپور له مخې د برتانيې د وخت د دفاع وزیر جان ریډ هېله څرگنده کړې وه چې دی به ډیر خوشاله وي چې برتانوي سرتېري بې له کوم ډز څخه له هلمند نه بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي. د جان ریډ دغه هېله پوره نه شوه. له برتانیې څخه په خپاره شوي راپور کې راځي چې په ۱۴ کلونو کې ۱۰۶ برتانوي سرتېري وژل شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي:«هغه پلان چې ټوني بلیر او جان ریډ د افغانستان د جگړې په اړه درلود ترې د عبرت دوه درسونه وانه خیستل شول؛ لومړی په قوم پالو سیمو کې په محلي ځواکونو ځان تکیه کول او دوهم د دې سيمو د خلکو مالي ستونزه».

ورځپاڼه په دوام کې لیکي له هغو هیوادونو سره جگړه ستونزمنه ده چې د عامو خلکو او مخالفینو تر منځ یې گټي شریکې وي. دوی د افغانستان د هلمند د سیمې تر څنگ د کولمبیا د خلکو مثال هم ورکوي. ورځپاڼه وایې چې له داسي خلکو سره مقابله کول کیدای شي چې یو هیواد وپرځوي.

د ډېلي ټلگراف ورځپاڼې تر څنگ گارډین هم په لویدیځوالو نیوکه کړې چې د نیویارک له ترهگریزو بریدونو وروسته لویدیځ او متحدینو یې په ډیره بیړه پر افغانستان یرغل وکړ. له هغې وروسته دې هیوادونو په عراق او سوریه کې ورته پالیسۍ غوره کړې، د لیبیا امنیتي حالت ته په کتو سره تمه کیږي چې لویدیځ په لیبیا کې هم پوځي مداخله وکړي.

گارډین زیاتوي چې بریتانوي ځانگړو پوځیانو استول هلمند ته یو عاطفي غبرگون دی چې په لویو سیاستونو برلاسی شوی دی.

ډېلي ټلگراف د مقالي په پای کې لیکي: «امریکا او متحدین یې په دې بریالي نه شول چې افغانستان کې لویدیځ پلوه ولسواکي راولي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button