سيمه او نړۍ

امريکا کې توپانونو يوولس تنه وژلي

د جنوبي امريکا په ميسيسيبي، ټينيسي او ارکانساس ايالتونو کې توندو بادونو لږ تر لږه يوولس تنه وژلي دي او لسګونه نور ټپيان دي.

د بادونو د جاج اخيستنې مرکز وايي، لږ تر لږه څوارلسو توندو بادونو د چهارشنبې په ورځ ميسيسيبي ايالت وواهه، خو ورانی توپان رامنځته کړ.

توپان په ميسيسيبي ايالت کې پيل شو او ټينيسي ايالت ته ورسېد، د هوا ملي اداره وايي، توپان ۱۵۰ ميله اوږد و. دغه مرکز وايي، که توپان نور هم پسې اوږد شي، نو په سيمه کې به تر ټولو اوږد توپان همدغه وي.

د ځايي چارواکو په وينا دغو بادونو او توپان لږ ترلږه ۱۱ تنه وژلي، لسګونه نور ټپيان دي او ګڼې ودانۍ يې بشپړې او نيمه نړولې دي، د امريکا دغه ايالتونه په داسې حال کې توپان وځپل، چې امريکايان د خپل اختر (کرسمس) د خوښۍ په لمانځلو بوخت و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button