خبرونهسيمه او نړۍ

سعودي: په روغتون کې د اورلگېدنې له امله ۲۵ تنه مړه دي

نن د شپې ناوخته د جیزان په سیمه کې د یوه روغتون د ښځینه وو او بیړنۍ څارنې څانگه کې د اور لگېدنې له امله ۲۵ تنه مړه او ۱۰۷ نور ټپیان شوي دي. د ملکې دفاع ادارې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې اور د سعودي په وخت د شپې په ۲:۳۰ دقیقو لگېدلی دی. اور د روغتون په لومړي پوړ کې لگېدلی دی. دغه پوړ کې د ولادي نسايي او بیړنۍ څارنې څانگه وي.

تر دې دمه د اور لگېدنې لامل نه دی معلوم، څېړنې روانې دي چې لامل یې په نښه شي. د سعودي د اورلگېدنې ضد ادارې تر دې دمه د شلو اور وژونکو موټرو په مرسته اور کنترول کړی دی. ناروغان له روغتون څخه نورو شخصي او دولتي روغتونو ته لېږدول شوي دي.

جیزان د سعودي په سویل ختیځ کې پرته سیمه ده، دغه ښار د یمن او سعودي تر منځ پولې ته څېرمه پروت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button